په یمن کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د یمن د شبوا ولایت په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۳۸ تنو ناقانونه کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۲ تنه ژغورل شوي دي.

2151281
په یمن کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د یمن د شبوا ولایت په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۳۸ تنو ناقانونه کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۲ تنه ژغورل شوي دي.

د شبوا ولایت د رادم ولسوالۍ ولسوال هادي حرما وویل چې یوه کښتۍ چې له ایتوپیا څخه ۲۵۰ غیرقانوني کډوال په کې سپاره وو، د رادم ساحل ته د نږدې کیدو پر مهال  ډوبه شوه او ډېر کسان سمندر ته ولویدل.

د حرما په وینا، غیرقانوني کډوال د رادم له ساحل څخه نږدې یو سمندري مایل لرې  سمندر ته وغورځیدل. د هغه په وینا پدې پیښه کې  ۳۸ تنو  غیرقانوني کډوالو چې ۲۶ښځې او ۱۲ نارینه وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هرما وویل چې د کب نیونکو او په سیمه کې د خلکو  لخوا ۶۲ تنه  کډوال ژغورل شوي او د لادرکه شوو کډوالو  برخلیک لا معلوم نه دی.

د هغه په وینا نږدې ۱۵۰ تنه کډوال لا درکه شوي دي.


پيوندونه: #کډوالو کښتۍ , #یمن

اړوند خبرونه