د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو د تطبیقاتو دوهم پړاو يی پیل کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غیر ستراتیژیکو اټومي ځواکونو د تطبیقاتو دوهم پړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پرېکړې سره سم پیل شو.

2151437
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو د تطبیقاتو دوهم پړاو يی پیل کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو د تطبیقاتو دوهم پړاو يی پیل کړی دی.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غیر ستراتیژیکو اټومي ځواکونو د تطبیقاتو دوهم پړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پرېکړې سره سم پیل شو.

"د تطبیقاتو په جریان کې به د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو د جنګي کارولو په اړه د روسیې او بیلاروس د وسله والو ځواکونو واحدونو د ګډې روزنې مسلې مطالعه شي."

په بیان کې یادونه شوې چې دا تطبیقات د روسیې - بیلاروس د متحد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په غیر مشروط ډول د تضمین کولو په هدف ترسره شوي او ټینګار شوی چې هدف یې په روسیه او بیلاروس کې واحدونه په جګړه کې د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو کارولو لپاره د پرسونل او تجهیزاتو چمتووالي ډاډمن کول دي.

د یادولو ده چې د تطبیقاتو په لومړي پړاو کې، په سویلي نظامي سیمه  کې د توغندیو واحدونو د اسکندر عملیاتي - تاکتیکي توغندیو سیسټم کارولو په اړه روزنه ترلاسه کړه، د روسیې د هوایي او فضایي ځواک واحدونه د  کنجال ایروبالیسټیک ، هایپرسونیک توغندي په هوایي وسلو سمبال شول، او د ګزمې په سیمو کې تمریني الوتنې ترسره کړې.

د روسیې دفاع وزارت د مې په ۲۱ مه  اعلان وکړ چې دوی د هیواد په سویلي نظامي سیمه  کې د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو کارولو تطبیقات پیل کړل.

دغه وزارت په ډاګه کړې، چې دغه تطبیقاتو د روسیې د اټومي ځواکونو د چمتووالي د ظرفیت د لوړولو او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د ساتنې په موخه د ځینو غربي چارواکو د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې چې د روسیې پر وړاندې ګواښونه لري، په لاره اچول شوي وو.

تیر کال، روسیې په  بیلاروس کې  تاکتیکي اټومي وسلې په دې دلیل ځای پرځای کړې چې "ناټو نورو هیوادونو کې خپلې  تاکتیکي اټومي وسلې ځای په ځای کړي."


پيوندونه: #تطبیقات , #روسیه

اړوند خبرونه