د ملګروملتونو د امنیت شورا د غزې په اړه د بایدن د سولې د پلان د وړاندیز نه ملاتړ اعلان کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا  د ولسمشر جو بایډن لخوا  اعلان شوي درې مرحله ایز وړاندیز نه د ملاتړ په موخه مسوده  چې په لومړي پړاو کې په غزه کې د سمدستي اوربند وړاندیز کوي  د رایو په اکثریت سره تصویب کړ.

2151250
د ملګروملتونو د امنیت شورا د غزې په اړه د بایدن د سولې د پلان د وړاندیز نه ملاتړ اعلان کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا  د ولسمشر جو بایډن لخوا  اعلان شوي درې مرحله ایز وړاندیز نه د ملاتړ په موخه مسوده  چې په لومړي پړاو کې په غزه کې د سمدستي اوربند وړاندیز کوي  د رایو په اکثریت سره تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  کې پدې مسودې په رای اچونه کې  د امنیت شورا د ۱۵ غړیو نه ۱۴ موافقه او یواځې روسیې سپینه رای وکاروله.

پداسې حال کې چې پدې مسوده  کې د غزې د ستونزې د حل لپاره د مصر، امریکا او قطر لخوا ترسره شوو ډیپلوماتیکو هڅو ته اشاره شوې، په غزه کې د اسرائیلو لخوا د اکتوبر د ۷ نیټې راهیسې د روانو بریدونو د درولو په موخه د بایدن لخوا وړاندې شوي درې مرحله ایز وړاندیز نه هر کلی شوی دی.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې اسرائيلو د بایډن وړانديز منلی، له حماس هم غوښتل شوي چې دغه وړانديز ومني او عملي کړي.

په پریکړه کې، پدې توګه، د ۳ مرحلې وړاندیز سره سم؛ په لومړي پړاو کې سمدستي اوربند، د ښځو، زړو او ټپي بندیانو خوشې کول، د فلسطیني بندیانو تبادله، د غزې له میشتو سیمو څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل، سیمې ته د بشري مرستو زیاتوالی، د بنسټیزو خدماتو او ودانیو بیارغونه شامل دي. د غزې د شمال په ګډون په ټوله ټرانګه  کې خپلو کورونو ته د فلسطیني ملکيانو بیرته ستنیدلو ته اشاره شوې او ویل شوي چې ددوې لپاره د کورونو د بیا جوړولو په برخه کې به نړۍواله ټولنه لازمه مرسته وکړي.

د دواړو خواوو تر موافقې وروسته په دوهمه مرحله کې په پریکړه لیک کې له غزې څخه د ټولو بندیانو د وتلو غوښتنه شوې او د ټولو بندیانو د خلاصون غوښتنه شوې ده.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې په درېيم پړاو کې به د غزې د بيارغونې پلان، چې څو کاله وخت نيسي، پيل شي او د وژل شويو بنديانو جسدونه به هم ورته وسپارل شي.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې که د لومړي پړاو خبرې اترې تر شپږو اوونيو زيات دوام وکړي، د خبرو اترو تر پايلې پورې به اوربند دوام وکړي او د هوکړه ليک د احکامو د رعايتولو پر اهميت ټينګار شوی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو له غړو څخه  د ملاتړ غوښتنه شوې.

پریکړه لیک د دوو دولتونو د حل  نه د ملاتړ په ترڅ کې د فلسطین تر واک لاندې د غزې تړانګې او لویدیځې غاړې د یووالي اهمیت ته اشاره شوې ده.



اړوند خبرونه