د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پارلمان منحل کړ او د ټاکلي مودې نه د مخکې ټاکنو پریکړه وکړه.

د فرانسې ولسمشر مکرون وروسته له هغه  چې د اروپا د پارلمان په ټاکنو کې د هغه هیواد کې د ښي اړخو ګوندونو په پراخه توپیر سره ډیرې رایې وګټلي مکرون پارلمان د منحلولو پریکړه وکړه.

2150757

په فرانسه کې د اروپا د پارلمان  په ټاکنو کې، د ښي اړخه افراطي  د ملي اتحاد ګوند  د د ۳۱ عشاریه ۵۰ سلنه  رایو په ترلاسه کولو  سره په پراخه توپیر سره لومړی مقام خپل کړ.  پدې ټاکنو کې  د ولسمشر ایمانویل مکرون په مشرۍ  ګوند بیا د ۱۵ عشاریه ۲ سلنې  رایو په ترلاسه کولو سره په دویم ځای کې راغلی.

وروسته له هغې چې د هغه ګوند په پراخه کچه ماتې وخوړه، مکرون ومنله چې پایلې "د هغو ګوندونو لپاره ښې نه وې چې د اروپا دفاع کوي" او اعلان یې وکړ چې په هیواد کې به  ټاکلې مودې نه مخکې پارلماني انتخابات ترسره شي. هغه وویل چې ټاکنې به د جون د ۳۰ او جولای د ۷ مو نیټو ترمنځه ترسره شي.

مکرون په خپله وینا کې وویل چې " ما نن ماښام د هیواد د ملي شورا د منحلولو پریکړه وکړه. ما پارلمان منحل کړ او پریکړه مې وکړه چې د هیواد د پارلمان برخلیک ستاسې ازادو رایو ته وړاندې کړم. تر څو د پارلمان برخلیک تاسې د خپلو رایو سره وټاکۍ. "

هغه وویل چې نن شپه لس بجې به د کابینې بیړنۍ غونډه وکړي.

اړوند خبرونه