ناروې د اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ناروې  ویلي دي  که چیرې د جزا  نړیواله محکمه  د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یوف ګالنټ د نیولو امر صادر کړي  دوې به دا امر پلی کړي.

2142805
ناروې د اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ناروې د اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ناروې  ویلي دي  که چیرې د جزا  نړیواله محکمه  د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یوف ګالنټ د نیولو امر صادر کړي  دوې به دا امر پلی کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت ایدی  د جزا نړۍوالې محکمې ته د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او دفاع وزیر ګالنټ  د نیولو د غوښتنې په اړه  د ناروې مطبوعاتو ته ارزونه وکړه.

ایډی دې ته په اشارې سره  وویل ، که چیرې د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا  د نتنیاهو او ګالنت د نیولو امر صادر شي ،  دوی د ناروې خاورې د راننوتو سره سم هغوې دستګر کړي . ایډی وویل چې ورته کړنلاره به د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس مشر باندې هم پلي شي ، که چیرې د نیولو امر وشي.

ایدي یادونه وکړه چې نور اروپايي  اهیوادونو کې هم مجبور دي چې ورته چلند وکړي.

د ویلو ده  چې ناروې لومړنی اروپایی هیواد شو چې اعلان یې وکړ چې  د نتنیاهو او ګالنټ په اړه  د جزا د نړۍوالې محکمې  پریکړه به عملي کړي.

د یادولو وړ ده چې د جزا د نړۍوالې محکمې   لوی څارنوال کریم خان د می په ۲۰ اعلان وکړ چې هغه د  محکمې نه د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او دفاع وزیر ګالنټ د ترسره کړو جنګي جرایمو له امله د "نیولو امر" صادرولو غوښتنه کړې.

د جزا د نړۍوالې محکمې  لخوا د جاري شوي بیان له مخې، خان، د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او دفاع وزیر یوف ګالنټ سربیره، د حماس د سیاسي بیورو مشر اسماعیل هنیه، په غزه کې د حماس مشر یحیی سنوار او د حماس د نظامي څانګې مشر محمد القسام لواګانو د مشر  ډیف د "نیولو حکم" صادرولو غوښتنه کړې وه.



اړوند خبرونه