ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳ کال کې په جګړو کې ۳۳ زره تنه ملکي وګړي وژل شوي خو اصلي ارفام ددې ډیر لوړ دي

په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د په جګړو کې د ملکي وګړو د ځاني تلفاتو کچه د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷۲ سلنې په لوړیدو سره ۳۳ زرو تنو نه اوښتې ده.

2142786
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳ کال کې په جګړو کې ۳۳ زره تنه ملکي وګړي وژل شوي خو اصلي ارفام ددې ډیر لوړ دي

په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د په جګړو کې د ملکي وګړو د ځاني تلفاتو کچه د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷۲ سلنې په لوړیدو سره ۳۳ زرو تنو نه اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مرستیال سرمنشي او د بیړنیو مرستو د همغږي کوونکي مرستیال جویس موسویا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په جګړه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه د سرمنشي انتونیو ګوتریش د کلني راپور په اړه غړو ته معلومات ورکړل.

مسویا دې ته په اشارې سره چې ۲۰۲۳ کال په جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب له لحاظه یو بد کال دی او یادونه یې وکړه چې د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس د حملې او له هغه وخت راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو په نتیجه کې په بې ساري ډول مرګ ژوبله، ویجاړۍ او کړاوونه رامنځ ته شوي دي.

"د غزې ۷۵ سلنه خلک په زوره بې ځایه شوي دي." موسیا وویل چې د انسان لخوا په لوی لاس رامینځته شوې  قحطۍ په درشل کې قرار لرو."

جویس مسویا وویل چې په غزه کې په لسګونو زره خلک وژل شوي او "د ماشومانو پر وړاندې جګړه" رامنځته شوې.

مسویا د دې په یادولو سره چې په سوډان کې  هم په ۲۰۲۳ کال  کې یوه سخته جګړه رامنځته شوه چې په زرګونو  تنه  ملکي وګړو پکې ژوند د لاسه ورکړی  او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا مسویا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، میانمار، نایجیریا، سهیل، سومالیا، سوریه او اوکراین کې پر ملکي وګړو د روانو شخړو اغیزو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «ملګرو ملتونو تیر کال ۳۳ زره ملکي تلفات ثبت کړي دي. فکر کوم اصلي ارقام خورا لوړ دي." "دا د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی دی."



اړوند خبرونه