اوکراین : روسیې د پلازمینې کیف او همدارنګه د میکولایف، اودیسا او چرکاسي په ښارونو بریدونه کړي

روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف او همدارنګه د میکولایف، اودیسا او چرکاسي په ښارونو  د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو سره بریدونه کړي.

2130973

د اوکراین د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیې تیره  شپه د اوکراین پر خاوره د دوو «اسکندر-ایم» بالستیک توغندیو او ۱۶ «شاهد» ډوله بې پیلوټه الوتکو سره  برید کړی.

اوکراین ویلي دي چې  د کیف، میکولایف، اوډیسا او چرکاسي په سیمو کې د هوایي ځواک له خوا ۱۵ بې پيلوټه  الوتکې ویشتل شوي دي.

د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو هم وویل چې روسیې  په کیف باندې د بریدونو لپاره بې پیلوټه الوتکې د کرسک له سیمې څخه رالیږلې وې . بې پیلوټه  الوتکې د سومي او چیرکاسي سیمو څخه تیرې شوې او له جنوب لویدیځ څخه کیف ته ننوتلي دي چې د هوایي مدافع ځواکونو له خوا د دښمن ټول هدفونه له منځه وړل شوي دي. "

پاپکو وویل چې په پلازمینه کې د برید په پایله کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

د اوډیسا د سیمې د پوځي ادارې مشر اولیګ کیپر هم ویلي، چې په اوډیسا کې د روسیې د پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه