اروپايي ټولنې پر ایران د اسرائیلو د برید له کبله پر دغه هیواد د بندیزونو د لګولو پرېکړه کړې ده.
اروپايي ټولنې پر ایران د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه
اروپايي ټولنې پر ایران د اسرائیلو د برید له کبله پر دغه هیواد د بندیزونو د لګولو پرېکړه کړې ده.
د منځني ختیځ د موضوع په اړه چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو په غونډه کې پرې بحث وشو، وروستۍ اعلامیه خپره شوه.
په بیان کې ویل شوي چې د ایران پر ضد چې د اپریل په دیارلسمه په اسرائیلو بریدونه د مشرانو لخوا په متفقه توګه غندل شوي دي د بندیزونو د پراخولو پریکړه وشوه.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د غزې کړکیچ باید د سمدستي اوربند، د بندیانو د خلاصون او د بشردوستانه مرستو د رسولو له لارې پای ته ورسیږي. په اعلامیه کې د دوو دولتونو حل ته د اروپايي اتحادیې پر ژمنتیا هم ټینګار شوی.
په دغه بیانیه کښې د لبنان په حالاتو هم خبرې شوې او له دغه هیواد سره د اروپائی اتحادیې په ټینګ ملاتړ ټینګار شوی دی. په بیان کې، د اروپايي اتحادیې مشرانو ټینګار وکړ چې دوی خپل هیواد ته د سوري کډوالو خوندي، داوطلبانه او باعزته راستنیدو ملاتړ کوي.