بایدن د سرائیلو لومړي وزیر نتیاهو ته خبرداری ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې د ایران بریدونو ته له ځواب ورکولو مخکې دې له احتیاطه کار واخلي.

2127735
بایدن د سرائیلو لومړي وزیر نتیاهو ته خبرداری ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې د ایران بریدونو ته له ځواب ورکولو مخکې دې له احتیاطه کار واخلي.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له نتانیاهو سره د بایډن د تیلیفوني خبرو په اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې.

دغه چارواکي وویل چې بایډن نتنیاهو ته د غونډې په جریان کې وویل چې "د کړکیچ د زیاتیدو خطر باید په دقت سره وڅیړل شي او مسله باید له ستراتیژیک لید څخه وکتل شي."

هغه ویلي دي چې  اسرائیل متحده ایالاتو ته څرګنده کړې چې له ایران سره د تاوتریخوالی د زیاتولو اراده نه لري، دغه چارواکي  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د احتمالي غچ اخیستو په مسله کې له اسرائیلو د برید نه ملاتړ وکړي؟ وویل چې "دوی داسې کوم پلان نه لري".

اسرائیلو د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوايي برید وکړ.

په دغه برید کې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ۷ تنه ووژل شول.

ایران د اسرائیلو لخوا ددوې پر کونسلګرۍ برید د خپل ایران  پر خاوره برید بللی دی  ددې برید د غچ اخیستو نه يي یادونه کړې وه.

اسرائیلو هم ویلي چې د ایران د بریدونو ځواب به ورکړي.

ایران د اپریل په دیارلسمه په سلهاو کامیکازي بې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو سره پر اسرائیلو برید وکړ او اعلان یې وکړ چې ځینې پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.

اسراییلو ویلي چې د هوايي دفاعي سیستم په مرسته یې د اکثرو بریدونو مخه نیولې، خو یو توغندی یې په جنوب کې پر یوې پوځي اډې لګیدلی دی.



اړوند خبرونه