ناروې د اسلام او قران دښمنه سلوان مومیکا چې څو ځلې په سویډن کې قران کریم سوځولی وو د پناه غوښتنه رد

د ناروې د کډوالۍ د چارو ادارې ویلي دي چې عراق وګړی سلوان مومیکا د پناه غوښتنې د ردیدو نه وروسته هغه نیولی او اروپا د دوبلین د تړون له مخې به نوموړی بیرته سویډن ته وشړل شي.

2125093
ناروې د اسلام او قران دښمنه سلوان مومیکا چې څو ځلې په سویډن کې قران کریم سوځولی وو د پناه غوښتنه رد

ناروې د اسلام او قران دښمنه سلوان مومیکا چې څو ځلې په سویډن کې قران کریم سوځولی وو د پناه غوښتنه رد کړه.

د ناروې د کډوالۍ د چارو ادارې ویلي دي چې عراق وګړی سلوان مومیکا د پناه غوښتنې د ردیدو نه وروسته هغه نیولی او اروپا د دوبلین د تړون له مخې به نوموړی بیرته سویډن ته وشړل شي.

د ویلو ده چې د سویډن د کډوالۍ محکمې سلوان مومیکا  د مارچ په ۲۷ مه نيټه د هیواد نه د شړولو پریکړه کړې وه .

د ویلو ده چې سلوان مومیکا د جعلکارۍ او کډوالو ادارې ته د ناسمو معلوماتو په ورکولو تورن وو.

سلوان مومیکا د سویډن د کډوالۍ د محکمې لخوا د هغه د ډیپورت کولو د پریکړې نه وروسته ناروې ته لاړ او هلته يي د پناه غوښتنه وکړه.

د ناروې د کډوالۍ ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د مارچ په ۲۸ مه نيټه د سلوان مومیکا د پناه غوښتنه کړې او هغه يي توقیف کړی دی.

د ناروې د کډوالۍ ادارې په بیان کې ویل شوي چې سلوان مومیکا به د دوبلین د تړون له مخې هغه هیواد ته چې هغه پکې لومړی د پناه غوښتنه کړې وه وشړل شي.

د بله پلوه  سویډن د مهاجرت د ادارې مشر جیسپر تینګروت، ایکسپریسین ورځپاڼې ته په یوه بیان کې ویلي چې دوی د مومیکا په اړه د ناروې پریکړه منلې او دا چې مومیکا به د دوبلین د پناه غوښتنې د موافقې له مخې سویډن ته وسپارل شي.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د مرګ په اړه هم ځیني خبرونه خپاره شوي وو. داسې ادعا شوې وه چې سلوان مومیکا په ناروې کې مړ موندل شوی دی.

د سویډن د مهاجرت دفتر د ۲۰۲۳ کال  په اکتوبر کې وویل چې مومیکا د ۲۰۲۴ کال د اپریل تر ۱۶ پورې د کار او د اوسیدو اجازه لري، او له دې نیټې وروسته به  د هغه د کار او اورسیدو اجازه ونه غځول شي. مومیکا د دې پریکړې په اړه استیناف غوښتنه وکړه او قضیه یې د مهاجرت محکمې ته انتقال کړه.

د کډوالۍ محکمې هم اعلان وکړ چې مومیکا د خپل استوګنې د اجازې په غوښتنلیک کې ناسم معلومات وړاندې کړي او له همدې امله د کډوالۍ دفتر د اخراج پریکړه تصویب کړه.

سلوان مومیکا په سویډن کې څو ځله د پولیسو تر څار لاندې قرانکریم وسوځولو او سپکاوی ورته ورکړ. د هغه دې اقدام په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو سخت غبرګونونه پارولي وو.



اړوند خبرونه