روسیې اعلان کړی دی چې طالبان د ترهګرو د لست نه د ویستو په اړه کار کوي.

روسیې ویلي غواړي طالبان د ترهګرو د لست نه وباسي

2123641
روسیې اعلان کړی دی چې طالبان د ترهګرو د لست نه د ویستو په اړه کار کوي.

روسیې اعلان کړی دی چې طالبان د ترهګرو د لست نه د ویستو په اړه کار کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د تروریستي سازمانونو له لست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره د کار کولو نه خبر ورکړی دی.

 په روسي رسنیو کې د خپور شوي خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی  چې دوی د عدلیې وزارت سره په ګډه  طالبان د ترهګرو د لست نه د ویستو په اړه کار کوي، خو وروستۍ پریکړه به حکومت کوي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د روسیې د اسلامي نړۍ د کازان په پنځلسمه غونډه کې چې په روسیه کې جوړیږي، د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې او غواړي چې په کې ګډون وکړي.

د کازان فورم  چې  له مسکو او د اسلامي نړۍ له هیوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د یوه پلیټ فارم په توګه یادونه کیږي ، د می له ۱۴مې تر ۱۹مې نیټې پورې به د تاتارستان جمهوریت په پلازمینه کازان کې چې د روسیې د فدراسیون یوه برخه ده، تر سره شي.

کابلوف د جزیاتو له ورکولو پرته وویل چې روسیه د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان له طالبانو سره په منظمه توګه همکاري کوي.


پيوندونه: #طالبان , #روسیه

اړوند خبرونه