په آلمان کې د تابعیت د ازموینې په پوښتنو کې نوې پوښتنې اضافه کیږي.
په آلمان کې د تابعیت په ازموینه به په راتلونکي کې د اسرائیلو ، هولوکاسټ او یهودیت په اړه پوښتنو ته هم ځای ورکړ شي.
په آلمان کې د تابعیت په ازموینه به په راتلونکي کې د اسرائیلو ، هولوکاسټ او یهودیت په اړه پوښتنو ته هم ځای ورکړ شي.
د شپیګل مجلې په خبر کې ویل شوي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو میاشتو کې د آلمان د تابعیت په آزموینه کې د پوښتنو لیست تازه کړی دی.
په خبر کې ویل شوي چې د اسرائیلو، هولوکاسټ او یهودیت په اړه نوې پوښتنې په لیست کې اضافه شوي او وزارت په پام کې لري چې د پوښتنو لیست د یوې مقررې سره لازمي کړي، په دې توګه موخه دا ده چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې د یهودیت ضد دي.
په خبر کې راغلي دي چې په دغه نوملړ کې د یهودانو عبادت ځایونه څه نومیږي، د اسرائیلو دولت څه وخت تاسیس شو؟
د اسرائیلو په وړاندې د جرمني ځانګړي مسؤلیت څه دی، د هولوکاست څخه انکار کوونکو ته به په هیواد کې څومره سزا ورکول کیږي. له کوم هیواد څخه ډیر یهودیان آلمان ته راغلي دي، څوک کولی شي چې د یهودي مکابي سپورت کلبونو غړیتوب ترلاسه کړي، د آلمان په کوم ښار کې د یهودي نفوس ډیر دی، اسرائیل په کوم قانوني اساس تاسیس شوی او کوم چلند انتي سمیتیزم دی؟
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر ویلي، د پوښتنو ليست نوي کول د یوه مهم ګام په توګه ویني او وايي "هیڅوک چې زموږ ارزښتونو ته درناوی قایل نوي او زمونږ د ارزښتونو نه برښمند نوي ، د جرمني پاسپورټ نه شي ترلاسه کولای.
فایسر وویل چې د یهودیت ضد، نژاد پرستۍ او د نورو خلکو سپکاوی د آلمان د تابعیت د ترلاسه کولو په لاره کې خنډونه دي.
فیسر د دې په بیانولو سره چې آلمان د هولوکاسټ له امله د اسرائیلو او یهودانو د ساتنې لپاره ځانګړی مسؤلیت لري وویل "دا مسؤلیت نن ورځ زموږ د هویت برخه ده."
فيسر يادونه وکړه چې هر څوک چې وغواړي د جرمني تابعیت ترلاسه کړي لومړی باید پدې پوه شي چې دا خبره څه معنا لري. المان د یهودانو پر وړاندې څه مسئولیت لري؟ دا مسئولیتونه باید ټول ومني.
د آلمان د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره شرایط په بریالیتوب سره د تابعیت ازموینې پاس کول شامل دي. په ازموینه کې د آلمان د قانون او ټولنیز نظم، او همدارنګه د ژوند شرایطو په اړه پوښتنې شاملې دي. په ازموینه کې، د ۳۰۰ پوښتنو لیست څخه ۳۳ پوښتنې پوښتل کیږي. یو څوک چې غواړي د آلمان تابعیت ترلاسه کړي باید ۱۷ پوښتنو ته سم ځواب ووایی.
"د تابعیت د عصري کولو قانون" چې په آلمان کې به د دوه ګوني تابعیت لپاره اسانتیا برابروي، د جون په ۲۷ نافذ شي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.