اسرائیلو د رفح ښار د عملیاتو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته د خپل پلاوي سفر لغوه کړ.
اسرائیلو د امریکا په غبرګون کې واشنګټن ته د خپل پلاوي سفر لغوه کړه
اسرائیلو د رفح ښار د عملیاتو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته د خپل پلاوي سفر لغوه کړ.
اسرائیلو د ملګروملتونو سازمان د امنیت په شورا کې په غزه کې د بیړني اوربند په اړه د مسودې په اړه د امریکا لخوا د ممتنع رای کارولو او ددې مسودې نه ویتو کولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. اسرائیلو د رفح ښار د عملیاتو په اړه د خبرو په موخه امریکا ته د خپل پلاوي سفر لغوه کړ.
د اسرائیلو د لومړي وزیر د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا مسوده د امنیت شورا لخوا د یو مخالف رایې په مقابل کې د ۱۴ موافقو رایو سره ومنل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي امریکا چې تر څو ورځې وړاندې پورې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې خپل دریځ په غزه کې د اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو پورې ثابت کړی وو، خو له بده مرغه چې دریځ يي بدل کړی دی. امریکا پرته ددې چې د اسیرانو د خوشې کولو غوښتنه وکړي د اوربند په اړه مسوده ویتو نه کړه.
په بیان کې راغلي چې د امریکا لخوا په شا ګام اوچتول د جګړې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د واشنګټن له ثابت دریځ څخه د ښکاره وتلو په معنا دي او ویلي یې دي: "دا وتل د جګړې هڅې او د نړیوالو فشارونو له امله د بندیانو د خوشې کولو هڅې دواړو ته زیان رسوي." دا حماس ته د بندیانو له خوشې کولو پرته د اوربند هیله ورکوي.»
په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا ته د اسرائیلو د پلاوي سفر چې د رفح د عملیاتو لپاره د خبرو په موخه واشنګټن ته تللو لغوه شوی دی.
د ملګروملتونو د امینت شورا په تصویب کړي مسوده کې د په غزه کې په ځانګړې توګه د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې د اوربند غوښتنه شوې ده .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.