په آلمان کې د تابعیت قانون د عصري کولو قانون د ولسمشر لخوا توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

په المان کې  "د تابعیت قانون عصري کولو قانون" چې په آلمان کې د دوه ګوني تابعیت په برخه کې اسانتیا برابروي، د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر لخوا لاسلیک شو او نن په رسمي جریده کې خپور شو.

2120520
په آلمان کې د تابعیت قانون د عصري کولو قانون د ولسمشر لخوا توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

په المان کې  "د تابعیت قانون عصري کولو قانون" چې په آلمان کې د دوه ګوني تابعیت په برخه کې اسانتیا برابروي، د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر لخوا لاسلیک شو او نن په رسمي جریده کې خپور شو.

په رسمي جریده کې خپور شوی "د تابعیت قانون عصري کولو قانون" به د جون په ۲۷ نافذ شي.

د آلمان د حکومت لخوا چمتو شوی لایحه د جنورۍ په ۱۹مه د فدرالي اسمبلۍ له خوا د ۲۳۴ په مقابل کې په ۳۸۲ رایو سره تصویب شوه او د فبرورۍ په دویمه نیټه د فدرالي ایالتي ولسي جرګې  له خوا تصویب شوه.

د دغه قانون له مخې په آلمان کې میشت تورکي اتباع کولای شي چې د خپل تورکي تابعیت له پریښودو  پرته د آلمان تابعیت ترلاسه کړي.

د آلمان تابعیت ترلاسه کولو لپاره د قانوني استوګنې موده به له ۸ کلونو څخه ۵ کلونو ته راټیټه شي.

دا موده به په هغه صورت کې تر دریو کلونو پورې راټیټه شي چې هغه څوک چې غواړي د آلمان تابعیت ترلاسه کړي په  ښوونځي کې یا  مسلکي بریالیتوب ولري، په هیواد کې د ژوند شرایطو سره ځان برابر کړي ، رضاکارانه کار وکړي یا د ژبې زده کړې لپاره ځانګړې هڅې وکړي.

له هغه ځایه چې د دوه ګوني تابعیت امکان ته اجازه ورکړل شوې، د "اختیار ماډل" چې پخوا نافذ و او ځوانان یې مجبورول چې تر ۲۳ کلنۍ پورې د خپلو والدینو تابعیت یا د آلمان تابعیت ترمنځ انتخاب وکړي په بشپړه توګه لغوه شي.

هغه ماشومان چې په آلمان کې زیږیدلي دي، حتی که دوی د آلمان اتباع هم نه وي، د آلمان تابعیت ترلاسه کولی شي که چیرې د دوی مور او پلار څخه یو یې په قانوني توګه لږ تر لږه ۵ کاله په هیواد کې استوګن وي.

یو څوک چې غواړي د آلمان تابعیت ترلاسه کړي باید د ټولنیزې مرستې ترلاسه کولو پرته د خپل ځان او د خپلې کورنۍ  مسئولیت په غاړه واخلي.

د کار د تړون په چوکاټ کې، د تابعیت لپاره د لیکلې ازموینې اخیستلو مکلفیت به د هغو کارګرانو لپاره هم لغوه شي چې د ۱۹۷۴ کال د جون تر ۳۰ پورې د آلمان فدرالي جمهوریت (لویدیځ آلمان) ته او د ۱۹۹۰ میلادي کال د جون د ۱۳  پورې د قراردادي کارمندانو په توګه د پخواني آلمان دیموکراتیک جمهوریت (ختیځ آلمان) ته راغلي دي.

هغه کسان چې د یهودیت ضد، نژاد پرستۍ، زینوفوبیک یا نور غیر انساني عملونه ترسره کوي د آلمان تابعیت به  نه ورکول کیږي. هغه کسان چې غواړي د آلمان تابعیت ترلاسه کړي باید د آزادې ټولنې ارزښتونه او همدارنګه د ملي سوسیالیستي رژیم او د هغې پایلو لپاره د آلمان ځانګړي تاریخي مسؤلیت ومني.

برسیره پردې، هغه څوک چې د یو نه ډیرې ښځې ولري او یا هغه څوک چې په اساسي قانون کې د نارینه او ښځینه  حقونو د مساواتو څخه سرغړونه کوي، هیڅوخت ورته تابعیت نه ورکول کیږي.



اړوند خبرونه