د یونان د هوايي ځواکونو اړوند یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د یوناني رسنیو د خبر له مخې ددې هیواد د هوايي ځواکونو اړوند یوه اف ۱۶ جنګي الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال د نامعلوم سبب له امله د ایژې سمندر په شمال کې د ارسورا په ټاپو کې لویدلې ده .
2118166
د یونان د هوايي ځواکونو اړوند یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د یوناني رسنیو د خبر له مخې ددې هیواد د هوايي ځواکونو اړوند یوه اف ۱۶ جنګي الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال د نامعلوم سبب له امله د ایژې سمندر په شمال کې د ارسورا په ټاپو کې غورځیدلې ده .
ویل کیږي د الوتکې پیلوټ د دې پیښې نه د پراشوټ په مرسته ژوندی ژغورل شوی دی.
د یونان د ژغورنې او پلټنو ډلو پیلوټ موندلی دی او روغتون ته انتقال کړی دی.
د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.