په امریکا کې یوې محکمې په ټکساس ایالت کې پولیسو ته د ناقانونه کډوالو نیولو واک ورکوونکی قانون وځنډو

د امریکا په تکزاس ایالت کې هغه قانون چې پولیسو ته یې د هغو کډوالو د نیولو واک ورکړی و چې د مکسیکو له پولې څخه په غیر قانوني توګه دغه هیواد  ته داخلیږي، څو ساعته وروسته بیرته وځنډول شو.

2117916
په امریکا کې یوې محکمې په ټکساس ایالت کې پولیسو ته د ناقانونه کډوالو  نیولو واک ورکوونکی قانون وځنډو

 د امریکا په تکزاس ایالت کې هغه قانون چې پولیسو ته یې د هغو کډوالو د نیولو واک ورکړی و چې د مکسیکو له پولې څخه په غیر قانوني توګه دغه هیواد  ته داخلیږي، څو ساعته وروسته بیرته وځنډول شو.

ان بي سي نیوز د خبر له مخې  د امریکا د پنځمې سیمې  د استیناف په محکمه کې پدې قانون د نافذیدو نه یوازې  څو ساعته وروسته  جلسه وشوه. په جلسه کې د استیناف محکمې د نوموړي قانون د ځنډولو پریکړه وکړه. د ویلو ده چې استیناف محکمې د نوموړي قانون د نافذولو په اړه د عالي محکمې پریکړه ماته کړه او ددې قانون د ځنډولو پریکړه يي وکړه.

ياده دې وي چي استيناف محکمي د سپريم کورټ لخوا منظور شوي قانون معطل کولو فيصله جاري کړي ده.

په بیان کې ویل شوي چې د قانون په اړه به نوې اوریدنه د ورځې دننه ترسره کیږي.

د امریکا سترې محکمې یاد ایالتي قانون تصویب کړ او د نافذولو حکم يي کړی وو.

د محکمې پریکړه دولتي قاضیانو ته دا واک هم ورکوي چې مکسیکو ته د خلکو د شړلو امر وکړي.

د امریکا د سترې محکمې یو قاضي سمویل الیتو ویلي وو ،  هغه قانون چې په پام کې وه د  مارچ په ۵ په ټیکساس کې پلي شي ، د اعتراض پروسه پای ته نه رسیدو له امله نشي پلی کیدی.

مګر د عالي محکمې وروستۍ پریکړه پدې معنی ده چې په ټیکساس کې قانون پلي کیدی شي پداسې حال کې چې د هغه قضیه په ټیټه محکمه کې دوام لري.

د امریکا  د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ دیموکراتیک حکومت تیر کال د ټیکساس ایالت د پارلمان  لخوا تصویب شوی قانون "د فدرالي مهاجرت په کړنو کې بې ساري مداخله" وبلله او په قاضیانو یې غږ وکړ چې دا لغوه کړي.

د ټیکساس والي ګریګ ایبټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره تورنه کړه چې د سرحدي امنیت په اړه کافي تدابیر نه نیسي او د ایګل پاس په سرحدي سیمه کې د شاوخوا ۴ کیلومتره اغزن تار د نصبولو امر یې کړی . د ویلو ده چې ټیکساس هغه ایالت دی چې تر ټولو ډیر د ناقانونه کډوالو د څپې سره مخامخ دی.

د بایډن ادارې د امریکا  سترې محکمې نه  د اغزن تارونو د لرې کولو غوښتنه هم وکړه ، او ویې ویل چې د پولې امنیت د فدرالي حکومت تر واک لاندې دی.

سترې محکمې د مکسیکو په پوله د ریو ګرانډي سیند په اوږدو کې د اغزن تارونو د لیرې کولو پریکړه وکړه ، مګر د بایډن حکومت سره شخړه وروسته له هغه پراخه شوه چې د ټیکساس والي ایبټ اعلان وکړ چې هغه د دې پریکړې سره موافق نه دی.

د محکمې له حکم سره سره، د ټیکساس ملي ګارد د جنوري په ۲۳ د امریکا سرحدي ګزمې ته د خپلې دندې اجازه نه ورکولو سره د اغزن تارونو لګولو ته دوام ورکړ او د ۲۵ جمهوري غوښتونکو ایالتونو واليانو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی د ټیکساس له والي پوره ملاتړ کوي.



اړوند خبرونه