کاناډا اسرائیلو ته د وسلو په صادراتو د بندیز لګولو پریکړه وکړه

کاناډا اعلان وکړ چې پر اسرائیلو د وسلو پلور بندوي.

2117850
کاناډا اسرائیلو ته د وسلو په صادراتو د بندیز لګولو پریکړه وکړه

کاناډا اعلان وکړ چې پر اسرائیلو د وسلو پلور بندوي.

اسرائیلو د کاناډا د دې پریکړې په اړه توند غبرګون وښود او ویې ویل، "تاریخ به د کاناډا اوسنیو کړنو سخت قضاوت وکړي."

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي اعلان وکړ چې حکومت به پر اسرائیلو د وسلو پلور بند کړي.

جولي د ټورنټو سټار ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې که څه هم د فلسطین په اړه د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی لایحه کوم قانوني حکم نلري خو  حکومت به اوس "اسرائیل ته د وسلو صادرات بند کړي".

وزیرې  جولي، چې د پوځي توکو او ټیکنالوژۍ د صادراتو لپاره د جوازونو تصویب او رد کولو واک لري، ټینګار وکړ چې دا بدلون به "سمبولیک پاتې نشي" او مهم دی.

په لایحه کې د "فلسطین د دولت په رسمیت پيژندنې" کلمه د "فلسطین د دولت د جوړېدو په ملاتړ" بدله شوه، او اسرائیلو ته د وسلو د خرڅلاو په برخه کې د " تعلیق" کلمه په  منع کولو یا درولو په کلمې" بدله شوه.

د بهرنیو چارو وزیرې  جولي د جنوري تر ۸ پورې اسرائیلو ته د نظامي تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ صادراتو لپاره د صادراتو جوازونه په موقتي توګه وځنډول.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اسراييل کاتز د کاناډا د دې پرېکړې په اړه غبرګون وښود.

کاټز وویل، " د کاناډا حکومت  لخوا د حماس د قاتلینو په وړاندې چې د بشریت او بې ګناه اسراییلیانو په شمول د بوډاګانو، میرمنو او ماشومانو په ګډون وحشتناک جرمونه ترسره کوي." د اسرائیلو د ځان د دفاع حق پر خلاف د ګام پورته کولو  په اړه ډیر خواشیني یو.  کټز زیاته کړه، "تاریخ به د کاناډا ددې اقدام قضاوت وکړي.



اړوند خبرونه