بایدن د غزې په رفح باندې د احتمالي برید او عملیاتو په اړه ژور اندیښنه څرګنده کړه
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د رفح په اړه د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خپله "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه.
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د رفح په اړه د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته خپله "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه.
جو بایډن بنیامین نتنیاهو ته په تیلیفوني خبرو کې د اسرائیلو لخوا په رفح کې د "پراخ ځمکنیو عملیاتو" په اړه خپله "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه.
سپینې ماڼۍ د بایډن او نتانیاهو ترمنځ د تیلیفوني خبرو نه خبر ورکړ. د ویلو ده چې پرون له نږدې یوې میاشتې وقفې وروسته بایدن د نتانیاهو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ بیان له مخې، بایډن نتنیاهو ته وویل چې غزې ته باید بیړنۍ بشري مرستې د پام وړ زیاتې شي.
بایډن د حماس په وړاندې د ځان د دفاع په حق کې د اسرائیلو پر حق ټینګار وکړ، بایډن دا هم ټینګار وکړ چې اسرائیل هم د ملکي وګړو د ساتنې مسولیت لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په قطر کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یرغمل شویو د تبادلې د هوکړې پر بهیر هم خبرې وشوې.
په بیان کې راغلي دي چې "ولسمشر بایدن د رفح پر وړاندې د پراخو ځمکنیو عملیاتو د احتمال په اړه اسرائیل لومړي وزیر ته ژورې اندیښنې په ګوته کړې."
په داسې حال کې چې د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۲ زره ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان دي، وژل شوي دي، داسې اندېښنې شته چې د رفح احتمالي عملیات به دغه شمیر نور هم زیات کړي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول