په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې شوې
د غیرې رسمي پایلو له مخې ولادیمیر پوتین د ۸۷،۸ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د روسیې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل.
په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې شوې
د غیرې رسمي پایلو له مخې ولادیمیر پوتین د ۸۷،۸ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د روسیې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل.
د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون په وینا، د روسیې فدراسیون کې د ولسمشرۍ انتخابات چې د مارچ په پنځلسمه پیل شوي او درې ورځې یې دوام وکړ، د روسیې په لویدیځ کې د کالینینګراد په سیمه کې د مسکو پر وخت د شپې په ۲۱ بجو د رایو د صندوقونو په تړل کیدو سره پای ته ورسید.
دغه ټاکنې چې د هېواد په څه باندې ۸۰ سیمو کې ترسره شوې، د رایو په صندوقونو او هم په الکترونیکي ډول ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې چې د ګډون کچه یې تر ۷۴ سلنې زیاته وه، اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین ګټلي دي. چې د لومړنیو پایلو له مخې موجود ولسمشر ولادیمیر پوتین ۸۷،۸ سلنه رایې ترلاسه کړې. د فوم شرکت د نظرپوښتنې له مخې، د کمونست ګوند څخه نوماند نیکولای خریتونوف ۴عشاریه ۷ سلنه رایې ترلاسه کړې، د نوي خلکو ګوند نوماند ولادیسلاو دیوانکوف ۳ عشاریه ۶ سلنه او د لیبرال دیموکرات ګوند نوماند لیونید سلوتسکي ۲ عشاریه ۵ سلنه رایې ترلاسه کړې. ۱،۴ سلنه رایې باطلې ګنل شوې.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پوتین چې دا ټاکنې په لوی اکثریت سره ګټلي د رسمي پایلو له اعلان وروسته به لوړه وکړي او د پنځم ځل لپاره به د روسیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړي. پوتین به د شپږو نورو کلونو لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړي.