د یونان لومړی وزیر : د غزې خلک په زور سره مصر ته شړل د منلو وړ خبره نده

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس ویلي، دا د منلو وړ نه ده چې فلسطینیان په زوره مصر ته واستول شي.

2116650
د یونان لومړی وزیر : د غزې خلک په زور سره مصر ته شړل د منلو وړ خبره نده

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس ویلي، دا د منلو وړ نه ده چې فلسطینیان په زوره مصر ته واستول شي.

کریاکوس میتسوتاکیس، چې په رسمي سفر مصر ته تللی، د نوموړي هیواد  د  ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره لیدنه وکړه.

میتسوتاکیس پدې لیدنه کې د غزې د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه، او زیاته کړه "زه د اوربند او ژر تر ژره د یرغمل شویو خوشې کولو غوښتنه تکراروم."

میتسوتاکیس مصر ته د غزې د اوسیدونکو د شړلو په اړه د اسرائیلو تګلارې ته په اشارې سره وویل، دا د منلو وړ نه ده چې فلسطینیان په زوره مصر ته واستول شي.

میتسوتاکیس وویل چې  په رفح ښار باندې احتمالي ځمکني برید او عملیات هغه او د اروپا نور مشران اندیښمن کړي دي. هغه  یادونه وکړه چې نړیواله ټولنه باید په ګډه کار وکړي ترڅو په غزه کې د بې ثباتۍ مخه ونیول شي چې ټولې سیمې ته خپریږي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۲ زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.


پيوندونه: #اسرائیل , #غزه , #مصر , #یونان

اړوند خبرونه