جنوبي افریقا د اسرائیلو پر خلاف یو بل مهم ګام اوچت کړ.

د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرې نالیدي پانډور ویلي، د جنوبي افریقا هغه اتباع چې د اسرائیلو په پوځ کې خدمت کوي، هیواد ته د راستنیدو سره سم به ونیول شي.

2115141

نالیدي پانډور د فلسطین سره د سویلي افریقا د پیوستون په اړه د افریقا ملي کانګرس لخوا په جوړه شوې غونډه کې اعلان وکړ چې د سویلي افریقا اتباع چې د اسرائیلو په اردو کې خدمت کوي،  هیواد ته د راستنیدو سره سم به ونیول شي. پانډور وویل "ما یو بیان خپور کړ چې د سویلي افریقا هغه اتباع چې  د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو تر څنګ یا د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو دننه جنګیږي هیواد ته د راستنیدو سره سم به ونیول شي.  موږ چمتو یو ، موږ به تاسو ونیسو کله چې تاسو بیرته کور ته راستانه شئ."

پانډور وویل "موږ  د فلسطین خلک د اکتوبر د اتمې یعنې   په  غزې د اسرائیلو بریدونو د پیلیدو نه وروسته  نه بلکې د لسیزو راهیسې پيژنو او د هغوې سره  د خپلواکۍ په  مبارزه کې سره یوځای یو."

اړوند خبرونه