اوکراین د روسیې په یوې کښتۍ د برید نه خبر ورکړی

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو لوی ریاست اعلان وکړ چې دوی په توره بحیره کې  روسیې اړوند "سرګي کوتوف" ګزمې کښتۍ وویشتله.

2111108
اوکراین د روسیې په یوې کښتۍ د برید نه خبر ورکړی

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو لوی ریاست اعلان وکړ چې دوی په توره بحیره کې  روسیې اړوند "سرګي کوتوف" ګزمې کښتۍ وویشتله.

د اوکراین د  استخباراتو د عمومي ریاست لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې تیره  شپه  ددوې "د ۱۳ ګروپ" ځانګړې قطعې د روسیې د تور سمندري بیړیو نه د  "سرګي کوتوف" ګزمې کښتۍ باندې برید ترسره کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید د اوکراین د سمندري ځواکونو په همکارۍ او د اوکراین د ډیجیټل بدلون وزارت په ملاتړ د ماګورا V5 پرته د چلوونکي کښتۍ په مرسته ترسره شوی دی. پدې برید کې  د روسیې د کښتۍ مخې ، ښي او کیڼ اړخونو ته جدي زیان اړول شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه کښتۍ د کرچ تنګي ته څېرمه د اوکراين په ځمکنيو اوبو کې ډوبه شوې ده.


پيوندونه: #برید , #روسیه , #اوکراین

اړوند خبرونه