اوکراین د روسیې د یوې بلې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
د اوکراین د هوايي ځواکونو قومندان نیکولای اولیسچوک اعلان وکړ چې دوی د روسیې «Su-34» ډوله جنګي الوتکه ویشتلې ده.
د اوکراین د هوايي ځواکونو قومندان نیکولای اولیسچوک اعلان وکړ چې دوی د روسیې «Su-34» ډوله جنګي الوتکه ویشتلې ده.
اولیسچوک د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان د یوې بلې روسي جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی. هغه په خپور کړي بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویلي
"نن د فبروري ۲۹ مه نيټه ده، هغه نیټه چې په هرو ۴ کلونو کې یو ځل راځي، مګر دا ورځ به د روسیې لپاره له زیاته اشنا ورځ وي ځکه چې مونږ پدې ورځ د هغوې یوه بله جنګي الوتکه هم وغورځوله. هغه وویل، «په ختیځ لوري کې یوه بله سوخو ۳۴ ډوله جنګي الوتکه کمه شوه.
د اوکراین لوی درستیز اولیکساندر سرسکي هم په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې د جګړې د لومړۍ کرښې وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
سرسکي ویلي دي چې د عملیاتو په سیمه کې د اوکراین د دفاعي ځواکونو وضعیت ستونزمن دی، د وربوف او روبوتین په سیمو کې چې روسیه هڅه کوي خپل کنټرول بیرته ترلاسه کړي، سختې نښتې دوام لري.
اولیکساندر سرسکي یادونه وکړه چې اوکرایني پوځیانو د اورلیوکا ښارګوټي ته څېرمه د روسي پوځیانو د پرمختګ مخه ونیوله.