فرانسې داځل د یو اسلامي ښوونځي د تړولو پریکړه وکړه.

د فرانسې د ښوونې او روزنې وزیر نیکول بیلوبیټ ویلي چې دوی به په نیس ښار کې د مسلمانانو خصوصي ښوونځي د مالي سرچینو د ناڅرګندتیا له امله وتړي.

2108353
فرانسې داځل د یو اسلامي ښوونځي د تړولو پریکړه وکړه.

فرانسې داځل د یو اسلامي ښوونځي د تړولو پریکړه وکړه.

 د فرانسې د ښوونې او روزنې وزیر نیکول بیلوبیټ ویلي چې دوی به په نیس ښار کې د مسلمانانو خصوصي ښوونځي د مالي سرچینو د ناڅرګندتیا له امله وتړي.

د لی پوائنټ د خبر له مخې ، د پوهنې وزارت پریکړه کړې چې په نیس کې ښار  د یوازینی اسلامي منځنی ښوونځی وتړي.

د فرانسې د پوهنې وزیر بیلوبیت د فرانسې ۲ ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې، وویل چې دوی به په نوي تعلیمي کال کې دا اسلامي منځنی  ښوونځي وتړي.

هغه ادعاء وکړه چې  د مکررو غوښتنو او خبرداریو سره سره  د ښوونځي د مالي سرچینو  په  په اړه په روښانه توګه راپور ندی ورکړ چې دا د هیواد د قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.

د بله پلوه د نوموړي اسلامي ښوونځي د مدیریت لخوا په خپور شوي بیان کې د ښوونځي  د تړلو پریکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.

په بیان  کې ویل شوي، چې وزارت دغه پرېکړه د ښوونځي د ادارې او والدینو له خبرولو پرته ملي رسنیو ته اعلان کړې او ټینګار یې وکړ، چې د ښوونځي د پرانیستلو له نېټې راهیسې د دې ښوونځي مالي وضعیت د یوه متخصص محاسب له خوا تعقیب شوی دی.

په بیان کې ویل شوي چې د ښوونځي د تړولو  د پرېکړې د عملي کېدو د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات وشي.

د ویلو ده  چې د تیر کال د دسمبر په میاشت کې، د هاټس-ډی-فرانس والي جورجس-فرانسوا لیکرک  د لیل په ښار کې د ایورروس خصوصي عالي لیسې سره قرارداد لغوه کړ. د ویلو ده چې دا لیسه په خپله برخه کې یوه ډیره بریالۍ لیسه وه چې ۹۰ سلنه فارغینو به يي پوهنتون ته لار موندله.

د فرانسې د پوهنې او روزنې وزارت  ادعا کړې وه  چې ددې لیسې مفردات د فرانسې د ملي پوهنې وزارت تمې او توقعات په "بشپړ" توګه ندي پوره کړي او دا چې ښوونځي د جمهوري ارزښتونه  سره سم عمل نه دی کړی. "

د ښوونځي ادارې ویلي چې دوی به پدې پریکړه محکمې ته خپل اعتراض وړاندې کړي.

دې ښوونځي چې په ۲۰۰۳  کال کې په فعالیت پیل کړی وو او په لومړي ځل یې د هغو مسلمانو زده کوونکو پر مخ دروازې پرانیستې چې د حجاب د اغوستو له امله نورو تعلیمي ادارو ته نشو تللی. د ویلو ده چې نوموړې عالي لیسې د ډیرو زیاتو غوښتنو او طلب له مخې په ۲۰۱۲ کال کې منځنی ښوونځی هم فعاله کړ. داځل حکومت ددې منځني ښوونځي د تړولو پریکړه هم وکړه.



اړوند خبرونه