روسیې اعلان وکړ چې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه به د شپږو میاشتو لپاره د تیلو پر صادراتو بندیز ولګوي.
روسیه د مارچ د میاشتې د لومړۍ نیټې نه د تیلو په صادارتو بندیز لګوي
![روسیې اعلان وکړ چې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه به د شپږو میاشتو لپاره د تیلو پر صادراتو بندیز ولګوي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1c33/7866/808d/630368ea7c31a.jpg?time=1719152965)
روسیې اعلان وکړ چې د مارچ له لومړۍ نیټې څخه به د شپږو میاشتو لپاره د تیلو پر صادراتو بندیز ولګوي.
روسیې ددې بندیز لامل د مصرف کونکو او بزګرانو د طلب ډیریدل او د تیلو په تصفیه خانو بیا رغونه ده .
دا بندیز چې پرون په رسنیو کې پرې خبرې پیل شوې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکساندر نوواک د ویاند لخوا تایید شو.
، نوواک ویلي ، لومړی وزیر په استولي لیک کې ، "د پټرولیم محصولاتو د طلب د توازن لپاره او په کورني بازار کې د ثبات د ټینګښت په موخه باید ځیني تدابیر ونیول شي."
روسیې د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې هم په کورني بازار کې د بیو د لوړېدو او د محصولاتو د کمښت له ستونزې سره د مبارزې په موخه ورته بندیزونه لګولي وو.
په هغه وخت کې، یوازې د پخواني شوروي اتحاد د څلورو هیوادونو لپاره استثناوې وې: بیلاروس، قزاقستان، ارمنستان او قرغزستان.
دا ځل په دې بندیز کې د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې غړي منګولیا او اوزبیکستان هم شامل ندي . د کال له پیل راهیسې، د روسیې د ونډو په بازار کې د پټرول او ډیزلو بیه د د ۸ نه تر ۲۳ سلنې لوړه شوې ده.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719152965)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.