امریکا دفاع وزارت : د اسرائیلو د سفارت مخې ته د امریکايي سرتیري د ځان وژنه افسوسناکه پیښه ده

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د هوایی ځواک د سرتیری ارون بوشنیل د ځان سوځولو د پيښې نه چې  ویلي وو نه غواړي د فلسطین په نسل وژنه کې ځان شریک کړي  د  د یوې ټراژیدیکې او افسوسناکې پیښې په توګه یادونه وکړه.

2107769
امریکا دفاع وزارت : د اسرائیلو د سفارت مخې ته د امریکايي سرتیري د ځان وژنه افسوسناکه پیښه ده

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د هوایی ځواک د سرتیری ارون بوشنیل د ځان سوځولو د پيښې نه چې  ویلي وو نه غواړي د فلسطین په نسل وژنه کې ځان شریک کړي  د  د یوې ټراژیدیکې او افسوسناکې پیښې په توګه یادونه وکړه. د بله پلوه د حماس غورځنګ  د امریکا ولسمشر جو بایدن  او د امریکا حکومت ددې امریکايي سرتیري د مرګ اصلي مسؤول وبلل .

د پنټاګون ویاند برید جنرال پاټریک رایډر وویل: "زه پوهیږم چې د امریکا  هوايي ځواک د خپلې سرتیري د مړینې خبر تایید کړی دی. دا یقینا یوه غمجنه پیښه ده. موږ د الوتکې د عملې کورنۍ ته خپله خواخوږي وړاندې کوو."

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په غزه کې د ملکي خلکو په وړاندې  د کاریدو په موخه د امریکا لخوا اسرائیلو ته د وسلو او تجهیزاتو ورکولو د  امریکا د  اردو پرسونل اندیښمن کړي؟ وویل ، مونږ  به د اسرائیلو  "په ثابت ډول" خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او دا چې اسرائیل باید ملکي امنیت او بشري مرستو ته دقت وکړي پدې اړه هم مونږ خپل توقعات اسرائیلو ته وړاندې کړي  او وړاندې کولو ته به دوام ورکړو .

د حماس لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي،  د امریکا د ولسمشر بایډن اداره د فلسطین د خلکو په نسل وژنې کې د صهیونیسټي جوړښت (اسرائیل) د ملاتړ د پالیسي له امله د امریکا د هوايي ځواک د پیلوټ هارون بوشنیل د وژل کیدو مسولیت لري.

په اعلاميه کې ويل شوي چې بوشنيل د غزې په تړانګه کې د فلسطينيانو پرخلاف د صهيونېسټانو په قتل عام او قومي تصفيه باندې د رڼا اچولو لپاره خپل ژوند قرباني کړ او د بوشنيل له کورنۍ او دوستانو سره يې خواخوږي او غمرازي څرګنده کړه.

٢٥ کلن هارون بوشنيل چې د امريکا په هوايي ځواک کې فعاله دنده درلوده، په واشنګټن کې د اسرائيلو د سفارت مخې ته وويل: "زه نه غواړم نور په نسل وژنې کې برخه واخلم." "اوس به يو ډېر تاوتريخجن لاريون تنظيم کړم، خو زما  دا عمل د نیواکګرو په لاس د فلسطینیانو پر خلاف د ترسره کیدونکو ظلمونو په وړاندې کومه لویه خبره نه ده.» له دې خبرې وروسته یې په سر باندې پټرول واچاوه او ځان یې وسوځاوه. بوشنیل، چې عسکري جامې يي په تن وې د "فلسطین د ازادۍ" نارې یې وهلې، تر څو یې ساه ورکړه.



اړوند خبرونه