د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې په غزه کې به د دوشنبې تر ورځې اوربند وشي.

د امریکا ولسمشر بایدن : په غزه کې اوربند ته ډیر نږدې شوي یو

2107724
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې په غزه کې به د دوشنبې تر ورځې اوربند وشي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې په غزه کې به د دوشنبې تر ورځې اوربند وشي.

جو بایډن نیویارک ته د خپل سفر په جریان کې د اجنډا په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې په غزه کې به کله اوربند وشي، وویل: "زه د دې اونۍ تر پایه هیله من یم، زما د ملي امنیت سلاکار وویل چې موږ ډېر نږدې شوي یو، خو تر اوسه مو بشپړه نتیجه نده ترلاسه کړې. زه هیله لرم چې په غزه کې اوربند وشي. تر دوشنبې پورې به اوربند ټینګ شي."

د اکتوبر له اوومې راهیسې په سیمه کې د اسرائیلو په سختو بریدونو کې شاوخوا ۳۰ زره فلسطینیان چې ډېری یې  ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.



اړوند خبرونه