اوکراین د روسیې اړوند د یوې پرمختللې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی.

د اوکراین د هوايي ځواک قوماندان نیکولای اولیسچوک ویلي دي چې د دوې ځواکونو روسیې یوه Su-34 ډوله جنګي الوتکه ویشتلې ده.

2105278

اولیسچوک د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي  چې د اوکراین پوځ د روسیې یوه Su-34 ډوله جنګي الوتکه ویشتلې ده.

د اوکراین د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تیره شپه روسیې  د یو S-300 لارښود توغندی، یو X-59 هوايي توغندی او ۴ X-22 توغندیو سربیره د ۱۹ شاهد ډوله ډرون الوتکو سره  د اوکراین په خاوره بریدونه کړي دي.

په بیان کې ويل شوي چې د اوکراين د هوايي دفاعي ځواکونو عناصرو د پولتاو په سيمه کې د روسيې د X-59 هوايي توغندی ، په خارکيف، دنيپروپيتروفسک، زاپوريزيا او دونيتڅک سيمو کې ۱۳ "شاهد"  ډوله ډرون الوتکې له منځه وړي دي .

د ویلو ده چې اوکراین د فبرورۍ له ۱۷ نیټې راهیسې د روسیې ۶ جنګي الوتکې ویشتلې دي.

اړوند خبرونه