روسیې د پوځي چارواکو په ګډون د انګلستان په ۱۸ تنو اتباعو بندیزونه ولګول.
روسیې د انګلستان ۱۸ تنه وګړي خپل هیواد ته ممنوع الدخول اعلان کړل
روسیې د پوځي چارواکو په ګډون د انګلستان په ۱۸ تنو اتباعو بندیزونه ولګول.
روسیې د انګلستان د پوځي چارواکیو په ګډون په ۱۸ تنو اتباعو دې هیواد ته په ننوتو بندیز ولګو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې انګلستان د روسیې ضد سیاست تعقیبوي او اوکراین ته چې د تیرو دوو کلونو راهیسې ددې هیواد سره په جګړه کې بوخت دی وسلې استوي.
په بیان کې راغلي دي چې له همدې امله ، روسیې ته د ۱۸ تنو انګلیس اتباعو په ننوتو بنديز لګولو پریکړه شوې ده . همداشان روسیې بهرنیو چارو وزارت د هغه کسانو چې نومونه يي پدې لست کې شامل دي لست هم خپور کړ.
په دغه لست کې د انګلستان پوځي او سیاسي چارواکي، د پوهنتون او د څېړنیزو انستیتوت غړي هم شامل دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.