د المان لوی درستیز: هیواد باید د ۵ نه تر ۸ کلونو پورې جګړه ته چمتو شي

په آلمان کې، چې پریکړه یې کړې چې دفاعي لګښتونه ډیر کړي، لوی درستیز کارسټن بریور وویل چې هیواد باید د ۵ څخه تر ۸کلونو پورې "جګړې ته چمتو شي".

2101594
د المان لوی درستیز: هیواد باید د ۵ نه تر ۸ کلونو پورې جګړه ته چمتو شي

په آلمان کې، چې پریکړه یې کړې چې دفاعي لګښتونه ډیر کړي، لوی درستیز کارسټن بریور وویل چې هیواد باید د ۵ څخه تر ۸کلونو پورې "جګړې ته چمتو شي".

هغه د ویلټ ام سونټاګ ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې، ټینګار وکړ چې "جګړې ته چمتو کیدل" یوه پروسه ده.

هغه وویل چې " موږ لامحدود وخت نه لرو، ځکه چې د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته د لومړي ځل لپاره پر مونږ د بهر نه یوه جګړه تحمیل شوې ده . کله چې تبصرو او ارزونو ته کتنه وکړو  او د روسیې له خوا مونږ ته مخامخ ګواښ ته کتنه وکړو، دا پدې معنی دی چې  مونږ باید لږ تر لږه د ۵ نه تر ۸ کلونو پورې خپل هیواد پوره جګړې ته چمتو کړو."

هغه د دې په ټینګار سره چې دا پدې معنی نه ده چې په دې موده  به جګړه وشي، "خو  دا د احتمال نه لرې خبره هم نده، ځکه چې زه یو سرتیری یم، زه وایم چې موږ باید په ۵ کلونو کې جګړې ته چمتو شو."

دوه کاله مخکې د روسیې او اوکراین تر جګړې وروسته جرمني پرېکړه وکړه چې خپل دفاعي لګښتونه ډېر کړي او د وسلو د پرمختللو سیسټمونو د پېرلو او د خپلو وسله والو ځواکونو د عصري کولو لپاره یې د ۱۰۰ میلیارده یورو ځانګړی بودیجه جلا کړه.

حکومت د امریکا نه د  F-35 جنګي الوتکو، چینوک ټرانسپورټ هلیکوپترو او د اسرائیلو نه د  تیر-۳ توغندي دفاعي سیسټم د رانیولو په ګډون ځیني قراردادونه لاسلیک کړي دي.


پيوندونه: #لوی درستیز , #المان

اړوند خبرونه