ستولتنبرګ : د اروپا او روسیې جګړه ښايي لسیزې دوام وکړي."

ناټو پر اروپايي هېوادونو غږ کړی چې د وسلو تولید زیات کړي. د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، له روسیې سره جګړه به اوږده وي او ویې ویل، "د اروپا او روسیې جګړه ښايي لسیزې دوام وکړي."

2100915

د نړۍ ډیری برخې له جګړو سره مخ دي. په داسې حال کې چې د ملکي خلکو له خوا د وسلو ته د الوداع ویلو خوب لیدل کیده، ناټو یو ځل بیا د اوږدې جګړې نه یادونه وکړه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، روسیه او اروپا له یوې داسې شخړې سره مخامخ دي چې ښايي لسیزې دوام وکړي او د اروپا اقتصاد باید د وسلو او مهماتو پر تولید ډېر تمرکز وکړي.

سټولټنبرګ وویل، "موږ اړتیا لرو چې خپل صنعتي هډه په چټکۍ سره وده او پراخه کړو."  سټولټنبرګ د ګړندۍ تولید ته د اړتیا په ګوته کولو سره ، وویل چې  د روسیې او اوکراین جګړه ممکن نوره هم اوږده شي.

هغه وویل چې لویدیځ هیوادونه د تولید او پانګونې په دواړو برخو کې د روسیې څخه د تیریدو وسیله لري او وویل "د لویدیځ اقتصادي او صنعتي ځواک د روسیې په پرتله ډیر ځواکمن او قوي دی."

د جګړې له پیل راهیسې ویل شوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي جګړه اوږده کړي. سټولټنبرګ یو ځل بیا دا خبره څرګنده کړه او ویې ویل، 'پوتین غواړي دا جګړه او بریدونه اوږده  کړي.'

سټولټنبرګ وویل چې ناټو د پام وړ ملاتړ ترلاسه کړی. هغه څرګنده کړه چې په شپږو میاشتو کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مهماتو تړونونه شوي دي.

اړوند خبرونه