امریکا عراق کې د حشد الشعبي یو قومندان په هوايي برید کې وواژه

د امریکا پوځ اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې یې د خپلو پوځیانو پر ضد د بریدونو په ځواب کې په عراق کې د کتائب حزب الله ډلې (شیعه ملېشه ځواکونو) یو قوماندان وژلی دی.

2099593

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې امريکايي ځواکونو پر خپلو سرتېرو د بريدونو په ځواب کې په عراق کې يو اړخيز بريد وکړ.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې په دغه برید کې د حزب الله د کتائب یو قوماندان چې په مستقیم ډول یې په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړ کړي او پدې کې برخه اخیستې وه، وژل شوی دی.

په عراق کې د شیعه ملیشو ځواک حشد الشعبي اعلان وکړ چې د دوی یو قوماندان ابوبکر السعدي په پلازمېنه بغداد کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. په خبر کې ویل شوي، په دغه برید کې السعدي چې موټر یې په نښه شوی وو، ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کتائب حزب الله په نامه د ایران ملاتړې ډله د حشد الشعبي د تشکیلاتو اړوند یوه ډله ده.

امریکا د جنورۍ په ۲۹مه د اردن-سوریې په پوله کې پر خپلې هډې د برید پړه پر ایران پلوې ډلې واچوله چې په ترڅ کې یې درې پوځیان ووژل شول.

پيوندونه: #برید , #عراق , #امریکا

اړوند خبرونه