د سویډن د کډوالو محکمې د قرآن د سوځونکی مومیکا د ډیپورت کولو پریکړه تایید کړه

سویډن د قرانکریم سوځونکی عراقي سیلوان مومیکا ډیپورت کوي

2099481
د سویډن د کډوالو محکمې د قرآن د سوځونکی مومیکا د ډیپورت کولو پریکړه تایید کړه

سویډن د قرانکریم سوځونکی عراقي سیلوان مومیکا ډیپورت کوي.

د سویډن د کډوالۍ محکمې د عراقي سیلوان مومیکا چې د قرانکریم د سوځولو او خپو لاندې کولو په ګډون اسلام او قرانکریم ته د سپکاوۍ  او پارونکو اعمالو په ترسره کولو تورن دی ، د اقامت ویزې د مودې د پایته رسیدو نه وروسته د هغه د ډیپورت کولو پریکړه تصویب کړه .

د سویډن دولتي راډیو SR اعلان وکړ چې د سیلوان مومیکا په اړه  د کډوالۍ د دفتر پریکړه د کډوالۍ د  محکمې لخوا تصویب شوه.

محکمې اعلان وکړ چې مومیکا د هغې د استوګنې د اجازې غوښتنلیک پر مهال غلط معلومات ورکړي چې له همدې امله یې د هغه د شړلو پریکړه وکړه.

د سویډن د کډوالۍ دفتر د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې دوی دا تثبیت کړې چې مومیکا د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو پر مهال دوی ته ناسم او غلط معلومات ورکړي چې د همدې امله د هغه استوګنې اجازه به تمدید نکړي.  یادې شوې ادارې ویلي وو چې د مومیکا د استوګنې او کار اجازه د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۱۶ مه نیټه پایته رسیږي او  له دې نیټې وروسته به وشړل شي.

مومیکا د دې پریکړې په اړه استیناف غوښتنه وکړه او قضیه یې د مهاجرت محکمې ته واستوله.

سلوان مومیکا د جون په ۲۸ مه د سټاکهولم جومات مخې ته د پولیسو تر محافظت لاندې قرآن کریم ته اور ورته کړ.

مومیکا د جولای په ۲۰مه په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته، د جولای په ۱۴مه او ۳۱مه د سویډن د پارلمان مخې ته، د اګست په ۲۴مه د ستاکهولم جومات مخې ته او په مالمو کې د پولیسو تر څارنې لاندې قرانکریم او د عراق بیرغ وسوځو.

مومیکا وروستی ځل لپاره د اکټوبر په ۲۱مه د ستاکهولم په مرکز کې د اسرائیلو په ملاتړ لاریون وکړ  او قرآن کریم او د فلسطین بیرغ یې وسوځاوه.



اړوند خبرونه