په اذربایجان کې د ټاکلې مودې نه مخکې د  ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره رایه اچونه پیل شوه.

د اذربایجان خلک د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو په موخه د رایو د صندقونو پر لورې روان دي. په اذربایجان کې د موجود ولسمشر الهام علي یف په ګډون ۷ تنه نوماندان د ولسمشرۍ لپاره سیالي کوي. نوی ټاکل کیدونکی ولسمشر به د ۷ کلونو لپاره د اذربایجان مشري وکړي.

2098736

رایه اچونه په ځايي وخت د سهار په  اتو  بجو پیل شوه.

په هېواد کې چې ۶.۵ میلیونه راجستر شوي رایې ورکوونکي شتون لري، په کور دننه او بهر د رایو ۶۵۰۰ صندوقونه ایښودل شوي دي.

د آذربایجان له خوا د ارمنیانو له نیواک څخه په آزادو شویو سیمو کې هم د رایو صندوقونه ایښودل شوي دي. په دې توګه په تېرو ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د اذربایجان په ټولو سیمو کې ټاکنې کېږي.

د قره باغ سمبولي ښار  شوشا کې،  په خانکنډۍ کې چې  یو وخت د ارمنستان د بېلتون غوښتونکو ادارې لخوا د "پلازمېنې" په توګه کارول کیده، په خوجالي، خوجاوند، اګدیر، اګدام، جبرائیل، فزولي، زنګیلان، ګوبدلي، لاچین او کلباجار کې له ۲۲ زرو څخه ډیر رایې ورکوونکي به وکولای شي د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورکړي.

د اذربایجان بهر میشت وګړي کولی شي چې په هر هغه هیواد کې چې ژوند کوي د اذربایجان په سفارت کې خپلې رایې وکاروي.

د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو شاوخوا ۸۰۰ بهرني او ۹۰ زره سیمه ییز څارونکي د ټاکنو څارنه کوي. د سیمه ییزو رسنیو تر څنګ شاوخوا ۲۰۰ بهرني خبریالان هم د ټاکنو تر څار لاندې دي.

رایه اچونه به په سیمه ایز وخت د ماښام په ۷ بجو پای ته ورسیږي.

په ټاکنو کې د نوي اذربایجان ګوند نوماند موجود ولسمشر الهام علي یف، همدا راز د ملي جبهې د ګوند مشر رازي نورلایف، د ستر تاسیس ګوند مشر فضل مصطفی، د لوی اذربایجان ګوند مشر الشاد موسی یف، د ټول اذربایجان د خلکو د محاذ ګوند مشر قدرت حسن ګولییف او خپلواک نوماندان زاهد اوروچ او فوات علی یف سیالي کوي.

اړوند خبرونه