امریکا په سوریه او عراق کې د ایران اړوند په لسګونو هدفونو هوايي بریدونه وکړل.
امریکا د سوریې او اردن کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د برید په غبرګون کې په سیمه کې د ایران اړوند پر هدفونو بریدونه پيل کړل
امریکا په سوریه او عراق کې د ایران اړوند په لسګونو هدفونو هوايي بریدونه وکړل.
امریکا اعلان وکړ چې د جنورۍ په ۲۸مه د سوریې او اردن پر پوله پر امریکايي هډې د برید په غبرګون کې د لومړي ځل لپاره په سیمه بریدونه وکړل.
د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندانۍ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې، په سوریه او عراق کې د ایران د انقلابي ګارډ قدس ځواکونو د ملېشه ډلو پورې اړوند لږ تر لږه ۸۵ هدفونه د هوایی بریدونو سره په نښه کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو بریدونو کې له امریکا څخه د لیرې واټن ویشتونکو الوتکو هم برخه لرله او له ۱۲۵ څخه زیات لارښود بمونه کارول شوي او په دغو بریدونو کې د قوماندې او کنټرول مرکزونه، راکټونه، توغندي او بې پيلوټه الوتکې په نښه شوي دي.
د ټاور ۲۲ په نوم پر امریکايي هډې په برید کې ۳ امریکايي سرتېري وژل شوي او تر ۴۰ ډېر سرتېري ټپیان شوي وو.
د امریکا ادارې اعلان کړی و چې د نوموړي برید ځواب به ډیر سخت ووایي.