شمالي کوریا یو ځل بیا د ژیړ سمندر پر لورې کروز توغندي توغولي دي.

شمالي کوریا یو ځل بیا کروز توغندي وازمایل

2094892
شمالي کوریا یو ځل بیا د ژیړ سمندر پر لورې کروز توغندي توغولي دي.

شمالي کوریا یو ځل بیا د ژیړ سمندر پر لورې کروز توغندي توغولي دي.

 د سویلي کوریا لوی درستیز راپور ورکړی چې شمالي کوریا د ژیړ سمندر په لور کروز توغندي توغولي دي.

د سویلي کوریا د لوی درستیز دفتر  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه  کې ویل شوي دي  چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت سهار ۷ بجې د ژیړ سمندر په لور کروز توغندي وتوغول.

په خبرپاڼه کې د کروز توغندیو د شمیر ، واټن او  ارتفاع  په اړه معلومات ندي ورکړ شوي.

په خبرپاڼه  کې دا یادونه شوې چې د جنوبي کوریا  خپل اماده باش  ځواک زیات کړی دی.

په خبرپاڼه  کې ویل شوي: "زموږ پوځ د امریکا سره  په نږدې همکارۍ کې  د شمالي کوریا د پاروونکو اقداماتو څارنه کوي."

د سیول میشته یونهاپ خبري اژانس راپور ورکړی چې دا په تیره اونۍ کې د شمالي کوریا دریم کروز توغندي ازموینه ده.

د شمالي کوريا د خبري اژانس د خبر له مخې، شمالي کوريا د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د پرمختيا په حال کې د اوبو لاندې د «هايل-۵-۲۳» په نوم د اټومي وسلو سيستم ازموينه وکړه.



اړوند خبرونه