امریکا : د ایران سره د جګړې نیت نلرو، خو په امریکايي هډې د برید ځواب خامخا ورکوو

د امریکا ادارې د سوریې او اردن په پوله کې ددوې پر پوځي هډې د برید نه وروسته چې له امله يي ۳ تنه امریکايي سرتیري مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شول  ویلي  دي چې دوی له ایران سره د جګړې په لټه کې نه دي.

2094877

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي په خپل ورځني خبري کنفرانس کې پر امریکايي هډې له برید وروسته پرمختګونو په اړه ارزونې وکړې.

پداسې حال کې چې جان کربي ټینګار وکړ چې ولسمشر جو بایډن هوډ لري چې د نوموړي برید ته "مناسب ځواب" ورکړي ، "موږ له ایران سره جګړه نه کوو ، موږ د ایران له  رژیم سره  د پوځې  جګړې هوډ نلرو."

کربي دې ته په اشارې سره چې دوی په سیمه کې د تاو تریخوالي زیاتولو هوډ نلري ، خو دا برید چې د اونۍ په پای کې ترسره شو یو داسې برید و چې تاوتریخوالي کچه يي لوړه کړه او مونږ باید دې برید ته ځواب ووایو.

کربي وویل دا چې ددې برید ځواب به څه ډول ، څه وخت او چیرته ورکړي دا به ټول وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر امریکايي هډې د برید په اړه وویل،

"موږ به (دې برید ته) ځواب ورکړو، او دا ځواب به څو اړخیز وي، په پړاوونو کې او د اوږدې مودې لپاره وي."

وزیر بلینکن په واشنګټن کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

"موږ به (دې برید ته) ځواب ورکړو، او دا ځواب به څو اړخیز وي، په پړاوونو کې او د اوږدې مودې لپاره به وي."

پيوندونه: #برید , #ایران , #امریکا

اړوند خبرونه