د روسیې ولسمشر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلواک نوماند په توګه ګډون کوي

د روسیې د ټولټاکنو مرکزي کمیسیون د روان کال د مارچ په میاشت کې په ترسره کیدونکو ټاکنو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلواکه نوماندي تایید کړه.

2094796

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون د خپلواک نوماند په توګه د ولادیمیر پوتین د غوښتنلیک د اجنډا سره غونډه وکړه.

په غونډه کې د پوتین نوماندي تصویب شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوتین د نوماندۍ لپاره د ټولټاکنو مرکزي کمیسیون  ته له استول شویو نږدې ۳۱۵ زره لاسلیکونو څخه ۶۰ زره یې کنټرول  شوي چې  ۹۱ باطل  ګڼل شوي دي.

د ټولټاکنو مرکزي کمیسیون د روسیې په پارلمان کې  د روسیې د لیبرال ډیموکراتیک ګوند  مشر لیونید سلوتسکي، د د کمونیست ګوند غړي او د پارلمان د وکیل نیکولای خریتونوف، او د نوو خلکو د ګوند د  مرستیال مشر  ولادیسلاو داوانکوف، نوماندي لا دمخه تصویب کړې  وه.

د روسیې د فدراسیون شورا د دسمبر په میاشت کې پریکړه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۱۵ نه تر ۱۷ مې نیټې پوره ترسره شي.

اړوند خبرونه