بایدن : کانګرس ته د وړاندې شوې لایحې د تصویب په صورت کې د امریکا او مکسیکو پوله به وتړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، که په کانګرس کې د اوکراین لپاره د پوځي مرستو د بستې په ګډون د سرحدي امنیت لایحه تصویب شي، د امریکا او مکسیکو پوله به وتړي.

2094468
بایدن : کانګرس ته د وړاندې شوې لایحې د تصویب په صورت کې د امریکا او مکسیکو پوله به وتړي.
teksas-meksika siniri.jpg
joe biden.jpg

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، که په کانګرس کې د اوکراین لپاره د پوځي مرستو د بستې په ګډون د سرحدي امنیت لایحه تصویب شي، د امریکا او مکسیکو پوله به وتړي.

جو بایډن په جنوبي کارولینا کې د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د سرحدونو د امنیت د مسلې په اړه خبرې وکړې، چې په هیواد کې د اجنډا یو له مهمو موضوګانو څخه ده.

بایډن د دې په بیانولو سره چې هغه به سمدستي د امریکا - مکسیکو پوله وتړي که چیرې د حکومت لخوا کانګرس ته وړاندیز شوې د سرحدي امنیت لایحه تصویب شي .

 بایډن وویل "دوه اړخیزه لایحه به د امریکا لپاره ښه وي. کانګرس باید دا تصویب کړي ترڅو زموږ د مهاجرت د مات شوي سیسټم په سمولو کې مرسته وکړي. هغو کسانو ته چټک لاسرسی برابر کړئ چې دلته د راتلو مستحق دي." دا اړینه ده."

بایډن وویل چې دا قانون به هغه ته د ولسمشر په توګه اضطراري واک ورکړي ترڅو پوله د کنټرول لاندې د راوستو پورې پوله وتړي.

د بایډن حکومت لخوا کانګرس ته وړاندې شوی قانون ولسمشر ته واک ورکوي چې امریکا ته په ورځ کې د ۵۰۰۰ تنو نه ډیرو ناقانونه کډوالو د اوښتو په صورت کې کولی شي چې د مکسیکو سره پوله وتړي.

همداشان د قانون پدې لایحه کې د کانګرس نه د پولو د امنیت د ټینګولو لپاره  د ګزمې د نوو ځواکونو د رامنځته کولو په خاطر ۱۴ میلیارده ډالره او د ناقانونه کډوالو د چارو د چټکتیا په موخه د نوي پرسونل او تجهیزاتو د رانیولو په خاطر د ۱۱۰  میلیارد ډالرو بیړني مرستې کڅوړه شامله ده.

د امریکا د سرحدي ګزمې چارواکو اعلان وکړ چې دوی په تیره میاشت کې نږدې ۲۵۰ زره غیرې قانوني کډوال له پولې څخه تیر کړي چې د نوامبر په پرتله ۳۱ سلنه ډیروالی لري او په ځینو ورځو کې له پولې څخه د اوښتو ناقانونه مهاجرینو شمیر له ۱۰ زرو څخه ډیر شوی.

په راپور کې ویل شوي چې د دسمبر په میاشت کې نیول شوي غیرقانوني مهاجرینو کې، مکسیکوان د ۵۶ زره خلکو سره اکثریت وو، ورپسې د وینزویلا کډوال نږدې ۴۷ زره وګړي وو.

له بلې خوا، د بایډن حکومت او د ټیکساس د جمهوري غوښتونکي والي ګریګ ایبټ تر منځ "د اغزن تارونو کړکیچ" دوام لري.

د امریکا د سترې محکمې له پریکړې سره سره ، د تکزاس والي د مکسیکو پر پوله د اغزن تارونو ټینګولو ته دوام ورکوي.

د ټیکساس والي ایبټ د بایډن اداره تورنه کړه چې د پولې امنیت په اړه کافي تدابیر نه نیسي او  د ایګل پاس ښار په سرحدي سیمه کې یې د شاوخوا ۴ کیلومتره اغزن تارونو د نصبولو امر کړی چې ډیری یې د غیرقانوني مهاجرینو لخوا امریکا ته د تیریدو لپاره غوره کیږي.



اړوند خبرونه