په چین کې په یو اپارتمان کې د اورلیدنې له امله ستر فاجعه رامنځته شوه
په چین کې په یوه اپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳۹ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په چین کې په یوه اپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳۹ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د دغه هېواد په جنوب لوېديځ کې د جيانګ شي چوانګ په خودمختاره سيمه کې په اپارتمان کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
د ځايي حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اورلګیدنه د اپارتمان د ودانۍ لاندې په په یو دوکان کې پیل او تر لوړو پوړونو پورې خپور شو.
ویل شوي، چې د ودانۍ په پورتنیو پوړونو کې یوه ښوونیزه اداره هم وه.
د لومړنیو راپورونو له مخې په اورلګېدنه کې ۳۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم، خو د پېښې په اړه څېړنې دوام لري.
تېره اوونۍ د هېواد په یوه ښوونځي کې د اور لګېدنې له امله ۱۳ زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول