سویډن د تورکیې د پارلمان لخوا په ناټو کې ددې هیواد غړیتوب تصویبولو نه هر کلی وکړ.

د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن وویل چې دوی د ناټو سازمان  بشپړ غړیتوب ته یو ګام بل  نږدې شول .

2092670

الف کریسټرسن، د خپل ټولنیز مډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلی دي چې سویډن د ناټو په سازمان کې پوره غړیتوب ته نن یو ګام بل هم نږدې شو. د تورکیې په پارلمان کې په ناټو کې د تورکیې د غړیتوب  په اړه په رای اچونه کې مثبته نتیجه ترلاسه شوه او  د سویډن غړیتوب تصویب شو.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بلسټروم په د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي "دا یو ښه ګام دی چې د تورکیې لوی ملي شورا نن د سویډن د ناټو غوښتنلیک ته مثبته رایه ورکړه. اوس موږ ولسمشر (رجب طیب اردوغان) ته انتظار یو چې دا تصویب  شوی سند لاسلیک  او توشیح کړي. سویډن به د ناټو سازمان یو د ډاډوړ او ښه همغږی غړی شي.

"له اوس څخه به د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ مبارزه له تورکیې سره په نږدې همکارۍ کې دوام وکړي."

اړوند خبرونه