نتنیاهو: په غزه کې دریم پړاو عملیات به ۶ میاشتې دوام وکړي

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې په غزه کې د جګړې درېيم پړاو به شاوخوا شپږ مياشتې دوام وکړي

2092524
نتنیاهو: په غزه کې دریم پړاو عملیات به ۶ میاشتې دوام وکړي

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي، چې په غزه کې د جګړې درېيم پړاو به شاوخوا شپږ مياشتې دوام وکړي.

د اسرائیلو د دولتي ټلویزیون KAN د خبر له مخې بنیامین نتانیاهو د وزیرانو له غونډې وروسته  د غزې د تړانګې د بریدونو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې ،

"دا به شپږ میاشتې وخت ونیسي چې د اسرائیلو پوځ د جګړې دریم پړاو پای ته ورسوي چې د غزې په شمال کې پیل شوی دی." نتانیاهو وویل، لکه څنګه چې موږ مخکې ویلي وو چې  د هوایي (بریدونو) برخه به درې اونۍ وخت ونیسي، همداسې وشول، موږ وویل چې دویمه برخه چې د ځمکنیو عملیاتو څخه جوړه ده، درې میاشتې وخت نیسي، او همداسې وشول. اوس، دریمه برخه، 'کنټرول او تصفیه کول' به ۶ میاشتې وخت ونیسي." 

د KAN په خبر کې، ویل شوي چې د اسرائیلو پوځ "په غزه کې د احتیاط سرتیرو په رخصتولو او په منظم ډول د خپلو سرتیرو د ایستلو له لارې په غزه کې د سرتیرو شمیر کم کړی ترڅو د تازه دمو ځواکونو سره جگړې ته لا ښه  تمرکز وکړي."

په خبر کې،  ویل شوي چې د دې پړاو په چوکاټ کې به په غزه کې ځمکني بریدونه پای ته ورسیږي، سرتیري به کم شي، احتیاطي پوځیان به رخصت شي او هدفي بریدونه به پیل شي.

په خبر کې دا هم ویل شوي چې په درېیم پړاو کې د غزې په تړانګه کې د یوې امنیتي حوزې د رامنځ ته کولو پلان شتون لري.

د ویلو ده چې پر غزې د اسرائيلو په بریدونو کې تر ۲۵ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي


پيوندونه: #عمليات , #غزه , #اسرائیل

اړوند خبرونه