د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د بیړني بشري اوربند غوښتنه وکړه.
سرمنشي ګوترش د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چې د غزې په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې وینا وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د بیړني بشري اوربند غوښتنه وکړه.
سرمنشي ګوترش د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چې د غزې په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې وینا وکړه.
ګوټریش د اسرائیلو تر برید لاندې په غزه کې ویجاړۍ ته په اشارې سره وویل:
"هیڅ شی نشي کولی د غزې خلکو باندې روان ظلمونه او په ډله ایزه توګه جزا ورکول توجیه کړي."
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د دوه دولتونو حل لپاره د اسرائیل مطلق او دوامداره رد د منلو وړ نه دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې خبرې سره چې د غزې خلک له بې سابقې تباهۍ سره مخ شوي دي وویل:
"زه د بيړني بشري اوربند (په غزه کې د حماس او اسرائيلو ترمنځ) خپله غوښتنه يو ځل بيا تکراروم. دا اوربند به د اړتیا وړ کسانو ته د مرستو رسول، د بنديانو په خوشې کول او په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته وکړي."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورن هم په غزه کې وضعیت "وخیم" بللی او ویلي یې دي: "راځئ چې د غزې د نارینو، ښځو او ماشومانو کړاوونه واورو." د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ چې په غزه کې د فلسطینیانو د برخلیک ټاکل په اسرائیلو پورې اړه نه لري او ویې ویل، غزه د فلسطین خاوره ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې له غزې څخه د فلسطینیانو اجباري کډوالي په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې په غزې تړانګه کې د وبا د ناروغۍ خطر په چټکۍ سره زیات شوی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت ایدی او په ملګرو ملتونو کې د بلجیم دایمي استازي فیلیپ کریډیلکا هم په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې بشري ناورین ورځ په ورځ ژوریږي.
د منځني ختیځ لپاره د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر طارق احمد هم ویلي چې د دوامداره اوربند لپاره "بشري وقفې" ته اړتیا ده.
احمد ټینګار وکړ چې ټول دولتونه باید د دوه دولتونو حل لپاره مسؤلیت په غاړه واخلي.
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو دايمي استازې ګيلاد ايردان په امنيت شورا کې د خپلې وينا پر مهال غبرګون وښود. د هغه د وینا پر مهال ډیری ډیپلوماتان په غزه کې د اسرائیلو د کړنو په اعتراض کې له تالار څخه ووتل.
د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۲۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.