کرملین : تورکیې ته د ولادیمیر پوتین د سفر په اړه چمتوالی دوام لري

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې تورکیې ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر لپاره د چمتووالي بهیر دوام لري.

2092326
کرملین : تورکیې ته د ولادیمیر پوتین د سفر په اړه چمتوالی دوام لري

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې تورکیې ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر لپاره د چمتووالي بهیر دوام لري.

پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې د اوسنیو مسایلو په اړه څرګندونې وکړې.

پیسکوف وویل چې تورکیې ته د پوتین د سفر لپاره د تیاریو بهیر دوام لري.

"د روسیې او تورکیې ترمنځ د لوړې کچې تماسونه د اجنډا په سر کې ځای لري او چمتو دي. د  دواړو مشرانو د لیدنې نیټې په  سر موافقې د ترسره کیدو نه وروسته به مونږ دا نیټه له تاسې سره شریکه کړو."

له بلې خوا، پیسکوف وویل چې د روسیې پوځ د سهار په ساعتونو کې د اوکراین په پلازمینه کیف او د خارکیف ښار باندې برید وکړ او یادونه یې وکړه چې دا د اوکراین د اردو لخوا ترسره شوي برید ته ځواب و چې  د اونۍ په پای کې په دونینڅک ښار ترسره شوی وو. پدې برید کې ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

پيسکوف وویل "موږ ځانګړو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوو، خو د هغه څه برعکس چې د کیف اداره یې کوي، زموږ پوځ ټولنیز تاسیساتو، ملکي ګاونډیو او ملکي وګړو ته زیان نه رسوي. دا د کیف د حکومت سره  زموږ د پوځ توپیر دی."

د اوکراین د پوځ له خوا د تېرې اونۍ په پای کې د روسیې له خوا د دونیڅک پر ښار باندې په برید کې ۲۸ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ټولو مسؤولو حکومتونو او نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې دغه برید وغندي.

کرملین هم دغه برید غندلی او دا یې یو «وحشیانه عمل» بللی دی.



اړوند خبرونه