په هند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هند په هرني جهيل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
2090729
د هند په هرني جهيل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ګجرات ایالت د وادو دارا ښار په هرني جهيل کې د زده کوونکو او ښوونکو کښتۍ ډوبه شوه.
په پېښه کې د ۱۲ ماشومانو او دوو ښوونکو په ګډون ۱۴ تنو د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې ۲۰ ماشومان ژغورل شوي، ۲ تنه لادرکه دي او د ځینو ماشومانو درملنه دوام لري.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو، خو په جهيل کې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي په دې پېښه ژوره خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د وژل شويو او ټپيانو خپلوانو سره به نقدي مرستې وشي.