حوثيانو دا ځل د امریکا اړوند یوه کښتۍ په نښه کړه.
حوثیانو د امریکا اړوند کښتۍ وویشلته
2089184
حوثيانو دا ځل د امریکا اړوند یوه کښتۍ په نښه کړه.
د امریکا مرکزي ځواکونو قوماندانۍ اعلان وکړ چې په یمن کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه توغول شوی بالستیک توغندی د امریکا اړوند په یوې کانټینر کښتۍ جبرالټر ایګل لګیدلی دی.
د امریکا مرکزي ځواکونو قوماندانۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې
" د ایران د ملاتړ نه برښمند حوثي وسله والو په یمن کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمې څخه پرون د مازیګر د ۴ بجو په شاوخوا کې ، یو بالستیک ضد توغندی وتوغوه. دا توغندی د د مارشال ټاپو کې د امریکا بیرغ لرونکي او د امریکا ملکیت "جبرالټر ایګل" کانټینر کښتۍ په نښه کړه."
ويل شوي چې په بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى .