روسیې پر یمن د امریکا او انګلستان د بریدونو په اړه د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
روسیې پر یمن د امریکا او انګلستان د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.
2087823
روسیې پر یمن د امریکا او انګلستان د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي نماینده ګۍ د ټولنیزې رسنۍ د پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې راغلي، "روسیې د یمن پر ضد د امریکا او انګلستان د بریدونو په اړه د جنورۍ په ۱۲مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه ."
د امریکا او انګلستان جنګی الوتکو د یمن په پلازمینې صنعا ، الحدیده او تعز ښارونو په ځینو سیمو د شپې له خوا هوایی بریدونه وکړل .
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د انګلستان لومړي وزیر ریشي سوناک اعلان وکړ چې د امریکا او انګلستان پوځیانو په یمن کې د حوثي یاغیانو ځینې هدفونه په سور سمندرګي کې د هغوې د بریدونو په غچ کې په نښه کړي دي.