امریکا د ایران نه په بحرالاحمر کې ددوې توقیف کړې د تیلو ټانکر کښتۍ د خوشې کولو غوښتنه وکړه

امریکا د ایران له خوا د یوې امریکايي تیلو ټانکر کښتۍ نیول غندلي او له عملې سره یې یو ځای د ټانکر کښتۍ د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

2087795

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل ​​په یوه ورځني خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

پټیل ددې خبرې په  ټینګار سره  وویل چې د تیلو وړونکې کښتۍ د عمان په خلیج کې په قانوني توګه د تیریدو پر مهال د ایران لخوا نیول شوي ده . د ایران حکومت باید ژر تر ژره دغه کښتۍ او عمله خوشې کړي.

هغه د دې په یادولو سره چې په بحرالاحمر کې ۳۰ سلنه سوداګریزې کښتۍ له هغې سیمې تیریږي چیرې چې دا کښتۍ د ایران لخوا  توقیف شوې ، دا ډول کړنې به د ایران او همدارنګه د سمندري سوداګرۍ په برخه کې د سیمه ایز او نړیوال اقتصاد لپاره ناڅرګندتیا رامینځته کړي.

د ویاند مرستیال وویل "د دې په څیر بې بنسټه، پارونکي عملونه نړیوال اقتصاد ته ګواښ دی او باید ودرول شي."

د ایران د سمندري ځواکونو لخوا پرون په یوه خپور شوي بیان کې راغلي دي: د ایران د سمندري ځواکونو د قضايي حکم له مخې د عمان په سمندر کې د امریکا د تیلو یوه کښتۍ ونیوله.

اړوند خبرونه