ناټو ویلي چې د اوکراین د هوايي دفاعي ظرفیت لوړولو ته به دوام ورکړي

ناټو ویلي چې د اوکراین د هوايي دفاعي ظرفیت لوړولو ته به دوام ورکړي او پر دغه هېواد  د روسیې بریدونه غندي.

2087493
ناټو ویلي چې د اوکراین د هوايي دفاعي ظرفیت لوړولو ته به دوام ورکړي

ناټو ویلي چې د اوکراین د هوايي دفاعي ظرفیت لوړولو ته به دوام ورکړي او پر دغه هېواد  د روسیې بریدونه غندي.

د ناټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناټو او اوکراین شورا په اوکراین کې د روسیې له وروستیو هوايي بریدونو وروسته د سفیرانو په کچه غونډه وکړه.

په خبرپاڼه  کې متحدينو د اوکراين پر ضد د روسيې د هوايي بريدونو زياتوالى په کلکه غندلى او د روسيې له خوا له شمالي کوريا څخه د بالستيک توغنديو او له ايران څخه د بې پيلوټه الوتکو پېرودل او کارول په کلکه غندلي او د اوکراين د هوايي دفاعي توان د پياوړتيا ژمنه يي کړې ده .

په خبرپاڼه  کې ویل شوي چې متحدین به د اوکراین لپاره د ناټو له لارې کابو ۱۰۰۰ "پاټریوټ" هوايي دفاعي سیستمونه واخلي او یادونه شوې  چې جرمني په دې وروستیو کې اوکراین ته د "پټریوټ" او "سکای نیکس" هوايي دفاعي سیسټمونه او "آیرس-ټي" توغندي ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې انګلستان به اوکراین ته شاوخوا ۲۰۰ هوایی دفاع توغندي واستوي، او دا چې ځینې متحد هیوادونه د ۲۰۲۴ کال په غونډه کې اوکراین ته د میلیاردونو یورو اضافي مرستې وړاندیز کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې له اوکراین سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

"د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دوو کلونو راهیسې هڅه کوي چې په ډله ییزو بریدونو سره اوکراین نسکور کړي، خو بریالی نه شو. د روسیې د ځورونې کمپاین یوازې د اوکراین هوډ پیاوړی کوي."


پيوندونه: #اوکراین , #ناټو

اړوند خبرونه