د سویډن د ملکي خوندیتوب وزیر کارل اوسکار بوهلین خبرداری ورکړی چې ښايي په هیواد کې یې جګړه پیل شي.

د سویډني وزیر : سویډن د ځينو ګواښونو سره مخ دی چې د همدې امله باید جګړې ته پوره چمتوالی ولري.

2085503
د سویډن د ملکي خوندیتوب وزیر کارل اوسکار بوهلین خبرداری ورکړی چې ښايي په هیواد کې یې جګړه پیل شي.

د سویډن د ملکي خوندیتوب وزیر کارل اوسکار بوهلین خبرداری ورکړی چې ښايي په هیواد کې یې جګړه پیل شي.

بوهلین د سیلن په پوځي اډه کې د ملي خلکو او دفاع په کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل چې روسیه باید په جدي توګه وڅیړل شي او ویې ویل: "ښایي په سویډن کې هم جګړه وشي، زموږ خلک باید جګړې ته پوره چمتووالی ولري."

هغه دې ته په اشارې سره چې سویډن ۲۱۰ کاله کیږي  چې د چا سره په جګړه کې دخیل شوی ندی.

"په اروپا کې لا دمخه خراب امنیتي وضعیت تیر کال په اوکراین باندې د روسیې د برید په پایله کې ښه پسې خراب شوی دی. روسیه په چټکۍ سره د په وسلو سمبالیدل او خپلو وسلو ته پدې چټکۍ وده ورکول باید مونږ جدي ونیسو. د نږدې ۲۱۰ کلونو راهیسې سوله د سویډن د خلکو یو ډیر ښه ملګری وو. خو نن ورځ حالات بدل شوي او امنيتي وضعیت خراب شوې دی. زه د يوه مسوول وزير په توگه بايد دغه حقيقت د سويډن خلکو ته بيان کړم."

بوهلین دې ته په اشارې سره چې د سویډن حکومت هڅه کوي د فکري پوهاوي په رامنځته کولو سره خپل دفاعي توان زیات کړي او هیواد د هر ډول وضعیت په مقابل کې چمتو او اماده کړي. د روسیې پر وړاندې د اوکراین مقامت باید د ځان لپاره نمونه د مثال ونیسو. ځکه چې دا مقامت زمونږ لپاره تر ټولو ښه بیلګه ده.


پيوندونه: #سویډن

اړوند خبرونه